د افغانستان د جوجيتسو درې کسیزه لوبډله، شلم پړاو اسيايي المپيکي سياليو کې د ګډون په موخه جاپان ته روانه شوه
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د جوجيتسو ملي فدراسيون له لوري د جوجيتسو درې کسیزه لوبډله، چې درې واړه ورزشکاران وو د شلم پړاو اسيايي المپيکي سياليو کې د ګډون په موخه د جاپان د ایچي-ناګویا ښار ته روانه شوه.
د جوجيتسو يادې لوبډلې له سفر مخکې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د ياد رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ او د جوجيتسو فدراسيون رئيس سيد الرحمن رحيمي سره وکتل او د مخه ښې مراسم یې ترسره کړل.
د ورزش ادارې مشرتابه هغوی ته په دغو مراسمو کې د خير دعا وکړه او دوی ته د بریاو غوښتونکی و.
په دغو سياليو کې به سید محمد سرور حسیني په ۶۹ کیلوگرام، قاري باسط قاري زاده په ۹۴ کیلوگرام او نورالله شفایي په ۶۲ کیلوگرام وزنونو کې د خپلو سيالانو پر وړاندې ګډون وکړي.
د افغانستان د جيجتسو ياده لوبډله په داسې حال کې دغو سیالیو ته روانېږي، چې د هېواد ۳۴ ورزشکاران به په ۹ بېلابېلو ورزشي څانګو کې د شلم پړاو اسیايي المپیکي سياليو کې ګډون وکړي.
د يادونې وړ ده، چې په دغو سیالیو کې له ٤٥ آسیایي هېوادونو څخه له ١١ زرو زیاتو ورزشکارانو ګډون کړی دی، چې په ٤١ بېلابېلو ورزشي رشتو کې به سیالۍ ترسره کړي.
