هلمند؛ خاشين ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خانشين ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ چې ۱۴ ورځې مخکې پيل شوې وې د نويو ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې نويو ځوانانو لوبډلې خپلې سيالې اتحاد لوبډلې ته د ۱-۰ ګول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
