پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې له شپږو ولایتونو د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د خوست لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
دا سیالۍ د پکتیکا، پکتیا، خوست، غزني، میدان وردګ او لوګر ولایتونو ترمنځ ترسره شوې، چې پایلوبه کې یې خوست لوبډلې د ٣ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې پکتیکا لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې چې اووه ورځې یې دوام وکړ.
