کابل کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پيل شوې
د المپیک، بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سنوکر ملي فدراسيون له لوري د کابل په طلايي کلب کې له ۳۰ کلبونو څخه د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پيل شوې.
په دغو سياليو کې د کابل ښار له بېلابېلو کلبونو ورزشکارانو ګډون کړی وو، چې غوره ورزشکارانو ته کپونه، ستاينليکونه او نورې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
د سنوکر دغه سيالۍ د سنوکر ورزش ته د ودې ورکولو او د غوره استعدادونو د موندنې په موخه د کابل ورزشکارانو ترمنځ هره مياشت دوه ځلي ترسره کېږي.
