د افغانستان د سوک وهنې درې کسیزه لوبډله په اسيايي لوبو کې د ګډون په موخه جاپان ته روانه شوه
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري د سوک وهنې درې کسیزه لوبډله، چې يو ورزشکار، يو روزونکی او د لوبډلې رئيس ګډون کړی وو، د اسيايي لوبو شلم پړاو سياليو کې د ګډون په موخه جاپان ته روانه شوه.
د سوک وهنې يادې لوبډلې له سفر مخکې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د المپیک ملي کمېټې لومړي مرستیال باور خان هوتک او د المپیکي چارو رئیس دادمحمد پاینده اختري سره وکتل او د مخه ښې مراسم یې ترسره کړل.
د ورزش ادارې مشرتابه هغوی ته په دغو سیالیو کې د بریا هیله وکړه او لازمې سپارښتنې یې ورته وکړې.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د سوک وهنې لوبډله په داسې حال کې دغو سیالیو ته روانېږي، چې د هېواد ۳۴ ورزشکاران به په ۹ بېلابېلو ورزشي څانګو کې د شلم پړاو اسیايي المپیکي لوبو کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې، چې دغه المپیکي سیالۍ د روان کال د سپټمبر له ۱۹مې څخه د اکتوبر تر ۴مې نېټې پورې د جاپان هېواد په کوربتوب د ایچي-ناګویا ښار کې د ۴۵ اسیایي هېوادونو ترمنځ په ۴۱ ورزشي څانګو کې ترسره شي.
