پکتيکا؛ يوسف خېلو ولسوالۍ کې د ځغاستې سيالي وشوه
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د اتلتيک فدراسيون د استازولۍ له لوري د د ياد ولايت په يوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي وشوه.
دا سيالۍ ځغاستې ورزش ته د ودې ورکولو او د سالمې تفريح برابرولو په موخه وشوې، چې په پايله کې سلام هيمت لومړی، حضرت بلال دويم او عبدالمالک بیا درېيم مقام خپل کړ.
