ميدان وردگ کې د فوټبال غوره ليګ پيل شو
د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره ليګ پيل شو.
د يادو سياليو په پيليزه لوبه کې استقلال لوبډلې خپلې سيالې النصره لوبډلې ته د ۱۰-۰ ګولونو په ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
دا سيالۍ د ياد ولايت په کچه د غوره لوبډلې ټاکلو په موخه ترسره کېږي، چې شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.
