بلخ؛ دهدادي ولسوالۍ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې د ۱۵ جوړو لوبې مساوي شوې او ۳۰ پهلوانانو بیا خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
