هلمند؛ لښکرګاه ښار کې د فوټسال سيالۍ پيل شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۹:۴۶
هلمند؛ لښکرګاه ښار کې د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال ګروپي سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په پيليزه لوبه کې صميم سپورټ لوبډلې خپلې سيالې صميم لوبډلې ته د ۷-۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

دا سيالۍ د نويو استعدادونو موندلو او ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره کېږي، چې شاوخوا ۱۶ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۳:۴۳
Background image

تیم چهار نفره تکواندو آی‌تی‌اِف افغانستان به‌هدف اشتراک در رقابت‌های آسیای جنوبی عازم نیپال شد

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د ای ټي اف تکواندو څلور کسيزه لوبډله، د ورزش ادارې له فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدران سره تر خدای پامانۍ وروسته نيپال هېواد ته د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۳:۴۱
Background image

کابل کې د ۸۰ سوک‌وهونکو ترمنځ د سوک‌وهنې تشويقې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د سوک‌وهنې ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار د ټولو زونونو او درېيو ولسواليو څخه د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک‌وهنې تشويقې سيالۍ د ياد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۳:۳۱
Background image

دایکندي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د اميد نوين جام د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او خدير ولسوالۍ د ځوانانو له لوري د يادې ولسوالۍ په شلغم سيمه کې له سنګ تخت بندر او خدير ولسواليو د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د اميد نوين جام. . .

BACK TO NEWS