هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د هلمند مدني صرافانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې هلمند مدني صرافانو لوبډلې د ٤ پر ٣ ګولونو په توپیر خپلې سیالې نویو ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې بوختیا برابرولو په موخه ترسره شوې، چې ٢٠ ورځې یې دوام وکړ.
