ارزګان؛ مرکزترینکوټ ښار کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسیدې
د ارزګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ياد ولايت په مرکز ترینکوټ ښار کې د ۴۲لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د ګولډن سټار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې ګولډن سټار لوبډلې د اوو ویکټو په توپیر خپلې سیالې حاجي خان لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګتله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي او ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې ۲۸ ورځې یې دوام وکړ.
