کابل کې د باسکټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د کابل ولایت په عایشې درانۍ عالي لېسه کې دوه ورځې وړاندې د باسکټبال سیالۍ پیل شوې وې، چې تېره ورځ پای ته ورسېدلې.
د باسکټبال فدراسیون رییس عبیدالله ارغندیوال د معلوماتو په اساس، په یادو سیالیو کې د کابل پوهنې ریاست شپږو لوبډلو ګډون کړی و، چې تېره ورځ چهارشنبه پای ته ورسېدلې.
د یادو سیالیو په پای کې د معارفA لوبډلې لومړی مقام وګاټه او د سیالیو ګټونکې شوه. ورپسې معارفB او معارفD لوبډلو په نوبت دویم او درېیم مقامونه وګټل.
د دغو سیالو موخه د کابل معارف او کابل ځوانانو لوبډلو لپاره د غوره لوبغاړو غورهکول یاد شوي دي.
د پایلوبې مراسمو په پای کې د کابل د پوهنې رییس او باسکټبال فدراسیون لخوا غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
