د کورش درې نړۍوال افغان لوبڅاران به اسیایي سیالیو کې لوبڅاري وکړي
صدیق الله نعمت، اسد الله تاجک او اجمل اسحاقزی د کورش درې ستوریز نړۍوال افغان لوبڅاران دي، چې د جاپان ناګویا اسیایي سیالیو کې لوبڅاري وکړي.
دغه سیالۍ په ٤١ ورزشي رشتو کې تر ٤٥ د ډېرو هېوادونو په ګډون د جاپان په کوربهتوب په ناګویا ښار کې د روان میلادي کال د سپټمبر پر ٩مه پیلېږي او د اکټوبر تر ٤مې به دوام وکړي.
