د افغانستان د کیک بکسینګ ملي فدراسیون درېیمه درجه لومړی پړاو روزنیز سمینار پای ته ورسېده
په کابل کې د افغانستان د کیک بکسینګ ملي فدراسیون درېیمه درجه لومړی پړاو روزنیز سمینار، چې درې ورځې وړاندې پيل شوي و، د روزنې د علمي زده کړې او د روزنې د اسنادو د ورکړې وروسته، نن پای ته ورسېده.
په روزنيز سمينار کې د هېواد له پنځو ولایتونو د کابل، میدان وردګ، لوګر، لغمان او پروان ولایتونو ۱۰۰ روزونکو ته د علمي او مسلکي وړتیا لوړونې او د کیک بکسینګ برخه کې ترسره شو.
دغه روزنیز سمینار د افغانستان د کیک بکسینګ فدراسیون د روزونکو کمېټې مسوول محمد حامد ساطاني او د کیک بکسینګ فدراسیون مشر روزونکي احمد سهیل کاکړ له لوري د روزنې په بېلابېلو برخو کې تدریس شو.
په دغه سمینار کې ګډون کوونکو روزونکو د کیک بکسینګ لاتیني اصطلاحات، د روزنې نړیوال قوانین، معیاري روزنه، د روزونکو د پوهې وړتیا لوړول او د کیک بکسینګ اړوند نور موضاعات زده کړل.
د ورزش ادارې د المپیکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري د دغه روزنيز سمينار په ترسراوي خوښي وښوده او د داسې نورو ښوونيزو او وړتيا لوړول سمينارونو په ترسره کېدو ټينګار وکړ.
په ورته مهال د ورزش ادارې فني او مسلکي رئیس محمد یوسف افتخار د ورزشي علومو انستیتوت د طرحې د جوړېدو يادونه وکړه، چې ډېر ژر به دغه طرحه به د ورزش د علمي ودې په موخه د ورزش ادارې مقام ته وړاندې شي.
افغانستان د کیکبوکسنګ ملي فدراسیون د درېیمې درجې روزنیز سمینار د لومړي پړاو د پای په مراسمو کې د ورزش ادارې د المپیکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، د يادې ادارې فني او مسلکي رئیس محمد یوسف افتخار، د افغانستان د کیکبوکسینګ ملي فدراسیون رئیس الحاج شیر محمد هاشمي، د ورزش ادارې مسوولینو، د کیکبوکسنګ ملي فدراسیون رهبرۍ، استادانو او روزونکو ګډون کړی و.
د سمينار په پای کې ګډون کوونکو ۱۰۰ روزونکو ته د افغانستان د کیک بوکسینګ ملي فدراسیون له لوري د دریمې درجې د روزنې معتبر اسناد ورکړل شول.
ياد درې ورځنی سیمینار د علمي او مسلکي زده کړو د پراختیا، د روزونکو د وړتيا لوړولو او په افغانستان کې د کیک بوکسینګ د روزنې د بهیر د ښه والي په لاره کې یو موثر ګام و.
