د افغانستان د کیک بکسینګ ملي فدراسیون درېیمه درجه لومړی پړاو روزنیز سمینار پای ته ورسېده

org2_admin
Wed, Aug 12 2026 9:27 AM
د افغانستان د کیک بکسینګ ملي فدراسیون درېیمه درجه لومړی پړاو روزنیز سمینار پای ته ورسېده

په کابل کې د افغانستان د کیک بکسینګ ملي فدراسیون درېیمه درجه لومړی پړاو روزنیز سمینار، چې درې ورځې وړاندې پيل شوي و، د روزنې د علمي زده کړې او د روزنې د اسنادو د ورکړې وروسته، نن پای ته ورسېده.

په روزنيز سمينار کې د هېواد له پنځو ولایتونو د کابل، میدان وردګ، لوګر، لغمان او پروان ولایتونو ۱۰۰ روزونکو ته د علمي او مسلکي وړتیا لوړونې او د کیک بکسینګ برخه کې ترسره شو.

دغه روزنیز سمینار د افغانستان د کیک بکسینګ فدراسیون د روزونکو کمېټې مسوول محمد حامد ساطاني او د کیک بکسینګ فدراسیون مشر روزونکي احمد سهیل کاکړ له لوري د روزنې په بېلابېلو برخو کې تدریس شو.

په دغه سمینار کې ګډون کوونکو روزونکو د کیک بکسینګ لاتیني اصطلاحات، د روزنې نړیوال قوانین، معیاري روزنه، د روزونکو د پوهې وړتیا لوړول او د کیک بکسینګ اړوند نور موضاعات زده کړل.

د ورزش ادارې د المپیکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري د دغه روزنيز سمينار په ترسراوي خوښي وښوده او د داسې نورو ښوونيزو او وړتيا لوړول سمينارونو په ترسره کېدو ټينګار وکړ.

په ورته مهال د ورزش ادارې فني او مسلکي رئیس محمد یوسف افتخار د ورزشي علومو انستیتوت د طرحې د جوړېدو يادونه وکړه، چې ډېر ژر به دغه طرحه به د ورزش د علمي ودې په موخه د ورزش ادارې مقام ته وړاندې شي.

افغانستان د کیک‌بوکسنګ ملي فدراسیون د درېیمې درجې روزنیز سمینار د لومړي پړاو د پای په مراسمو کې د ورزش ادارې د المپیکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، د يادې ادارې فني او مسلکي رئیس محمد یوسف افتخار، د افغانستان د کیک‌بوکسینګ ملي فدراسیون رئیس الحاج شیر محمد هاشمي، د ورزش ادارې مسوولینو، د کیک‌بوکسنګ ملي فدراسیون رهبرۍ، استادانو او روزونکو ګډون کړی و.

د سمينار په پای کې ګډون کوونکو ۱۰۰ روزونکو ته د افغانستان د کیک بوکسینګ ملي فدراسیون له لوري د دریمې درجې د روزنې معتبر اسناد ورکړل شول.

ياد درې ورځنی سیمینار د علمي او مسلکي زده کړو د پراختیا، د روزونکو د وړتيا لوړولو او په افغانستان کې د کیک بوکسینګ د روزنې د بهیر د ښه والي په لاره کې یو موثر ګام و.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS