تخار؛ مرکز تالقان کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو اتلسم پړاو سیالۍ وشوې
د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کونګ فو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز تالقان کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې د کونګ فو اتلسم پړاو سیالۍ وشوې.
دغو سیالیو، چې یوه ورځ یې دوام وکړ، په پایله کې ۳۲ غوره ورزشکاران وپېژندل شول او د ډالیو ګټونکي شول.
