ننگرهار؛ حصارک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په حصارک ولسوالۍ کې ۱۲ لوبډلو ترمنځ د جوکان ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ سيالۍ د جوکان نرگوسي ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د جوکان نرگوسي ځوانانو او حصارک اتلانو لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه نرگوسي ځوانانو لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۶۰ منډو هدف کېښود، په ځواب کې حصارک اتلانو لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او لوبه يې وبايلله.
دا سيالۍ د نويو استعدادونو موندلو او ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه وشوې، چې شاوخوا ۱۵ ورځې يې دوام وکړ.
