بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې
د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د اتلتیک فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ په ۵ کیلو متري واټن کې د ځغاستې سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې عبدالحمید لومړی، اجمل دویم، شکرالله درېیم او فضل ربي څلورم مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه ورزش دودول، ورزش ته د ځوانانو هڅول او د غوره استعدادونو موندل و، د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
