کابل؛ د افغانستان د پهلوانۍ لومړی پړاو غوره ليګ سيالۍ پیل شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۹
کابل؛ د افغانستان د پهلوانۍ لومړی پړاو غوره ليګ سيالۍ پیل شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۲۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د افغانستان د پهلوانۍ او غېږ نيونې لومړی پړاو غوره ليګ سيالۍ پیل شوې.

د دغه ليګ د پيل په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د ياد رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، ورزشي مشاور او د پهلوانۍ ملي فدراسيون رئيس قاري حيات الله رحماني، د اسلامي امارت وياند ملا حمدالله فطرت، د بدن ښکلا فدراسیون او د المپیک کمېټې معاون باور خان هوتک، د وزلوبې فدراسیون رئیس الحاج غلام سرور جلال، د ورزش ادارې مسولينو، ورزشکارانو او زيات شمېر مينوالو ګډون کړی وو.

په دغو سياليو کې د ورزش ادرې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق راغلو ورزشي مسولينو او ورزشکارانو ته ښه راغلاست وويل او زياته يې کړه « پهلواني د افغانستان يو له پخوانيو ورزشونو څخه دی، چې د افغانستان خلک ورسره ډېره علاقه لري او په ښه نظر ورته ګوري. همدا وجه ده، چې په پهلوانۍ برخې کې په نړيوالو او اسيايي لوبو کې ښې لاسته راوړنې لرو.»

همدارنګه ښاغلي وثیق پهلواني پر ورزش سربېره د مېړانې سمبول ياد کړ او ورزش ادارې په استازولۍ ورزشکارانو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ، په پای کې د سياليو برابرونکو او د اريانا تلويزيون د مشرتابه څخه د سياليو د خپراوي په پار مننه وکړه.

په ورته مهال د اريانا ملي تلويزيون د نشراتو رئيس مجيب الرحمن بهير د ياد ليګ په ترسراوي خوښي وښوده او د ورزش ادارې له مشرتابه څخه يې مننه وکړه، چې د افغانستان په سطحه دغسې ليګونه ورزشکارانو ته برابروي. همدارنګه د اريانا تلويزيون څخه په ښه کيفيت سره د يادو سياليو په خپرولو ټينګار وکړ.

په پای کې د ورزش ادارې ورزشي مشاور او د پهلوانۍ ملي فدراسيون رئيس قاري حيات الله رحماني وويل د خوښۍ ځای دی، چې له ډېر وخت وروسته د پهلوانۍ ليګ شروع کېږي، چې په دې سره به د پهلوانۍ ورزش نوره هم وده وکړي او ورزشکارانو ته يې د لوبو د شفافيت ډاډ ورکړ.

دغه سيالۍ به له ۵۷ کيلو ګرام څخه تر ۱۲۵ کيلو ګرام پورې په بېلابېلو وزنونو کې ترسره شي، چې په پايله کې به غوره لوبډله او لوبغاړي وپېژندل شي.

د يادو سياليو موخه د غوره استعدادونو موندل دي، چې لس ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۵۱
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې پیروزي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۴۹
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۸
Background image

ننگرهار؛ اچين ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د ياد ولايت په اچین ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د "مرحوم بسم الله جان شينواري" په نوم د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو. . .

BACK TO NEWS