نیمروز، مرکز زرنج ښار کې د بدن ښکلا سیالۍ وشوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۱:۲۹
نیمروز، مرکز زرنج ښار کې د بدن ښکلا سیالۍ وشوې

د نیمرزو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فټنس او بدن ښکلا ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز زرنج ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا پنځه ویشتم پړاو ټاکنیزې سیالۍ وشوې.

دغه سیالۍ د ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو او په بېلا بېلو وزني کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۱۰ تنه د نیمروز ولایت د بدن ښکلا منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د یادو سیالیو موخه د بدن ښکلا ورزش ته وده ورکول او د غوره ورزشکارانو ټاکل و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۵۵
Background image

کابل کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د پهلوانۍ لومړي پړاو غوره ليگ ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د پهلوانۍ ملي فدراسیون له لوري د هېواد له مرکز او ولايتونو څخه د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د پهلوانۍ لومړي پړاو غوره ليگ ته د غوره لوبډلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۵۲
Background image

میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د ٤٠ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار کې د ٤٠ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ په ٤٠٠ متره واټن کې ترسره شوې، چې په پایله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۵۰
Background image

هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د هزار جفت مرکزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS