کابل؛ د ۲۰ موټرسایکل ځغلوونکو ترمنځ د ټور افغانستان په نوم د موټرسایکل ځغلونې لومړی پړاو سیالۍ پيل شوې
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په همکارۍ او د موټر سایکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري له کابل څخه تر بدخشان ولایت پورې د ۲۰ موټر سایکل ځغلوونکو ترمنځ د (ټور افغانستان) په نوم د موټرسایکل ځغلونې لومړی پړاو سیالۍ پيل شوې.
دغه سیالۍ به په افرود جاده یی سبک کې له کابل څخه تر بدخشان ولایت پورې په ۱۵۰۰ کیلو متري واټن کې د اتو ولایتونو په مسیر کې ترسره شي، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو موخه د موټرسایکل ځغلونې افرود جاده یي سبک ملي لوبډلې د ته د غوره ورزشکارانو ټاکل او د موټرسایکل ځغلوونکو فني وړتیا لوړول دي.
