خوست: د حاجي ولي محمد کلپ لوبډلې د یووالي تر عنوان لاندې د کرکت ټورنمنټ وګاټه.

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲ - ۹:۴۱
خوست: د حاجي ولي محمد کلپ لوبډلې د یووالي تر عنوان لاندې د کرکت ټورنمنټ وګاټه.

یادې سیالۍ د 40 لوبډلو ترمنځ د یووالي په نوم د گربزو په سیمه کې جوړ شوې وې چې پکې د سیمې مشرانو ، ځوانانو او د ورزش مینه والو برخه اخیستې وه.

د یاد ټورنمنټ پای لوبې ته د حاجي ولي محمد او ګربزو بریخېلو لوبډلو لار موندلې وه چې د حاجي ولي کلپ لوبدلې په ټاکلیو اتو اورونو کې یې مقابلې لوبدلی ته 146 منډې هدف ورکړ.

خو مقابله لوبډله په دې ونه توانېدله، چې یاد هدف ته ځان ورسوي او لوبه دحاجي ولي کلب په بریا سره پای ته ورسېده.

د مراسمو په پای کې تحفې ، مډالونه، کپونه او ګټونکې لوبډلې ته موټرسایکل ورکړل شو.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۶
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه له دوو کلبونو د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه.

. . .
جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۴
Background image

هوالباقي

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د فوټبال ملي فدراسیون ډایرکټر تخنیک او مدرس محمد حامد میوند دوه ورځې وړاندې په کورنۍ لانجه کې تر ټپي کېدو وروسته نن شپه وفات شوی او له فاني نړۍ. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۲
Background image

بلخ؛ شور تپې ولسوالۍ کې د ٦٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په شور تپې ولسوالۍ کې د ٦٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۳ جوړو. . .

BACK TO NEWS