پکتیکا؛ یحیی خېلو ولسوالۍ کې د ۷۵ ورزشکارانو ترمنځ د ایکو کیوکیشن کراټې سیالۍ ترسره شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یحیی خېلو ولسوالۍ کې د ۷۵ ورزشکارانو ترمنځ د ایکو کیوکیشین کراټې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیاليو په پای کې ۱۶ ورزشکارانو لومړي او ۲۱ ورزشکارانو دویم مقامونه وګټل.
