افغان نولس کلنې لوبډلې نړیوال جام کې پي اېن جي ته ماتې ورکړه

Afzal-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۹ - ۱۰:۲۷
افغان نولس کلنې لوبډلې نړیوال جام کې پي اېن جي ته ماتې ورکړه

افغان نولس کلنې لوبډلې لوبډلې د نړیوال جام یو ورځينو سیالیو په لړ کې په خپله لومړنۍ لوبه کې پاپيو نيوګيني لوبډلې ته د یو سل او پنځه دیرش منډو په توپیر ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې لومړی افغان لوبډلې توپ وهنه وکړه چې د لوبې په ۳۹ اور کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۲۰۰ منډو هدف کېښود چې افغان لوبډلمشر سلېمان ساپي ۶۲ لوړې او اعجاز احمد ۴۵ منډې جوړې کړې.

د لوبې په دوهمه برخه کې د پاپیو نیوګينې لوبډلې د لوبې په ۲۱ اوور کې د ۶۵ منډو په جوړولو سره وسوځېد چېد توپ اچونې په برخه کې بیا اظهار الحق درې، ننګیالي خان او نوید ځدراڼ دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د نولس کلنو کرېکټ نړيوال جام سيالۍ د وېسټ انډيز په کوربتوب کرابين هېوادونو کې روانې دي. په دې سياليو کې ۱۶ لوبډلې برخه لري چې په څلورو ګروپونو وېشل شوې دي.

افغانستان چې په درېيم ګروپ کې ځای لري په ځنډ د رسېدو او د نړيوال جام د قرنطين محدويتونو پر اساس يې لومړنۍ سيالي چې ټاکل شوې وه د جنورۍ مياشتې پر ۱۶ ترسره شي وځنډه، له انګلنډ او اماراتو سره د چمتووالي لوبې هم ترې پاتې شوې دي.

ټاکل شوې چې د هر ګروپ د سر دوې لوبډلې به د منځني پړاو سياليو ته لار ومومي. افغانستان له ۲۰۱۰ کال راهیسې اووه ځله د نولس کلنو کرېکټ نړيوال جام سیاليو کې ګډون کړی چې په ۲۰۱۸ کال کې یې نيمه پايلوبې ته لار هم موندلې وه.

افغان لوبډله به سبا له پاکستان سره او د شنبې په ورځ له زیمبابوې سره به وکړي.

د یو ورځنیو لوبو دا نړیوال جام په ویسټ انډیز کې د جنوري په ۱۴مه پیل شو چې د فبروري تر پنځمې دوام کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۲۵
Background image

خوست؛ ځاځي میدان ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د بدلون ستارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۲۳
Background image

افغان ورزشکارانو د کورش اسیایي سیالیو کې دوه د برنزو مډالونه وګټل

د کورش ۱۵م پړاو اسیایي سیالیو کې معراج الدین چکمار په ۶۶ کیلو ګرام وزن کې هندي سیال ته ماته ورکړه، له تاجکستاني سیاله یې ماته وخوړه او ذبیح الله احساني په ۸۱ کیلو ګرام وزن کې ترکمنستاني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۱۵
Background image

پکتیا؛ رقابت‌های والیبال میان شش ولایت در ولسوالی زرمت به پایان رسید

رقابت‌های والیبال میان ۴۰ تیم از شش ولایت که از سوی ریاست تربیت بدنی و ورزش ولایت پکتیا، در ولسوالی زرمت این ولایت برگزار شده بود، با قهرمانی تیم پکتیکا به پایان رسید.

در این رقابت‌ها. . .

BACK TO NEWS