افغان ورزشکارانو د کورش اسیایي سیالیو کې دوه د برنزو مډالونه وګټل
د کورش ۱۵م پړاو اسیایي سیالیو کې معراج الدین چکمار په ۶۶ کیلو ګرام وزن کې هندي سیال ته ماته ورکړه، له تاجکستاني سیاله یې ماته وخوړه او ذبیح الله احساني په ۸۱ کیلو ګرام وزن کې ترکمنستاني سیالی ته ماته ورکړه؛ خو ازبکستاني سیال ته یې ماته ومنله او دواړو د برنزو مډالونه وګټل.
د دغو سیالیو په دوام به نن( یکشنبه) ظاهر سروري په ۱۰۰ کیلو ګرامه وزن کې او عبدالمنان سادات په ۹۰ کیلو ګرام وزن کې سیالۍ وکړي.
یادې سیالۍ د تاجکستان په کوربتوب د ۲۸ هېوادو په ګډون د غبرګولي پر ۲۱مه پیل شوي او تر ۲۴مې نېټې به دوام وکړي، چې د افغانستان په استازولي د کورش ، سامبو او رستمي غېږنیونې د فدراسیون رئیس سید محمد ضیاء دشتي په مشرۍ شپږ ورزشکارانو، یو روزونکي او څلور لوبڅارنو په دغو سیالیو کې ګډون کړی.
