بلخ ؛ په بلخ ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ تر سره شوې
د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ تر سره شوې شوې.
د دغو سياليو په پای لوبه کې ده لقمان لوبډلې د یو پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې احمدي لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو اتلولي يې خپله کړه.
دا سیالۍ فوټسال ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
