هلمند؛ گرشک ولسوالۍ د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۷:۴۲
هلمند؛ گرشک ولسوالۍ د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د گرشک ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د دې ولسوالۍ په هاشمي لوبغالي کې د ۱۰ غوره لوبډلو ترمنځ د پسرلني جام په نوم د فوټسال سيالۍ د سباوون هاشمي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې سباوون هاشمي لوبډلې خپلې سيالې روحاني لوبډلې ته د ۵ پر ۴ گولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

دا سيالۍ د ځوانانو د سالم مصروفیت او يووالي په موخه ترسره شوې، چې شاوخوا يوه مياشت يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۷:۴۸
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې کارکوونکو ته د ملکي خدمتونو انسټيټوټ له لوري د زده کړه ییزې اړتیا سنجونې يو ورځنی سمینار ترسره شو

کابل کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست، رئيسانو، امرينو او مديرانو ته د هېواد د چارو ادارې د چتر لاندې د اصلاحات اداري او ملکي خدمتونو رياست، د ملکي خدمتونو انسټیټوټ له لوري د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۷:۴۵
Background image

تخار؛ چاه اب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاه اب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۷:۴۳
Background image

لوگر؛ مرکز پل عالم کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لوګر ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پل عالم کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې.

د. . .

BACK TO NEWS