کابل؛ د هېواد ورزش ادارې کارکوونکو ته د ملکي خدمتونو انسټيټوټ له لوري د زده کړه ییزې اړتیا سنجونې يو ورځنی سمینار ترسره شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۷:۴۸
کابل؛ د هېواد ورزش ادارې کارکوونکو ته د ملکي خدمتونو انسټيټوټ له لوري د زده کړه ییزې اړتیا سنجونې يو ورځنی سمینار ترسره شو

کابل کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست، رئيسانو، امرينو او مديرانو ته د هېواد د چارو ادارې د چتر لاندې د اصلاحات اداري او ملکي خدمتونو رياست، د ملکي خدمتونو انسټیټوټ له لوري د زده کړه ییزې اړتیا سنجونې او د اداري مهارتونو او معلوماتو ښوونیز سمینار ترسره شو.

په دغه سمینار کې د ملکي خدمتونو انسټیټوټ کار پوه سميع الله معاويه د هېواد ورزش ادارې کارکوونکو ته د اړتيا سنجونې پر مفهوم او اهميت او دغه راز د کورسونو او ښوونیزو برنامو د ترسراوي پر تګلاره خبرې وکړې.

د ياد سمینار په پيل کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست، د دعوت او ارشاد رياست رئيس مفتي داد محمد بريال عطايي، ټولو راغلو ميلمنو او کارکوونکو ته ښه راغلاست وويل او د ياد انسټیټیوټ له لورې يې وړاندې کېدونکي برنامې مؤثرې وبللې.

همدارنګه د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ مرستيال انجنير ويس الدين ويس وويل: د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ د ټول نظام په کچه فعاليت کوي، ترڅو د کارمندانو ستونزې لومړی په نښه او د حل لپاره يې لازمې کړنې او برنامې ترسره کړي.

دغه راز نوموړې زياته کړه، چې موږ د کارمندانو د ستونزو د حل او مسلکي وړتيا د زياتوالي لپاره په خپل انسټیټیوټ کې درې ډوله برنامې پر مخ وړو، لومړی په داخل د انسټیټیوټ کې، دويم په ولايتونو کې او درېيم د ځانګړي صنف جوړونې په بڼه.

هېره دې نه وي، چې ياد سمينار هر کال د ملکي خدمتونو د انسټیټیوټ له لوري ترسره کېږي، تر څو د کارکوونکو د اړتيا وړ برنامې او اړتياوې په نښه کړي او د حل لپاره يې اړين اقدامات او برنامې جوړې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۴:۲۹
Background image

کابل؛ د ووشو اووه کسيزه لوبډله د ووشو اسيايي سياليو کې د ګډون په موخه چين ته ولاړه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د ووشو ملي فدراسيون اووه کسيزه لوبډله د چین په کوربتوب د ووشو اسيايي سياليو کې د ګډون په موخه د ورزش ادارې له فني او مسلکي مرستیال حافظ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۹
Background image

پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٣٥ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٣٥ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بکخېلو ملنګ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۵
Background image

پکتیکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د جاوید لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS