افغان ورزشکارانو د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې دوه مډالونه وګټل

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۲۳:۴۱
افغان ورزشکارانو د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې دوه مډالونه وګټل
افغان ورزشکارانو د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې دوه مډالونه وګټل

د رزمي ورزشونو له ۱۶ – ۱۸ عمري کټګورۍ اسیایی سیالیو کې افغان ورزشکارانو یو د سپینو زرو او یو د برنزو مډال وګاټه.

له دغو مډالونو څخه روحید ستانکزي په ۶۰ ګیلو ګرام وزن کې پرلپسې ازبکستاني او قرغېزستاني سیالان ماته کړل؛ خو د قزاقستاني سیال پر وړاندې یې ماته وخوړه او د سپینو زرو مډال یې خپل کړ او محمد قاسمي په ۴۵ کیلو ګرام وزن کې تاجکستاني سیال ته ماته ومنله او د هندي سیال په ماتولو یې د برنزو مډال خپل کړ.

یادې سیالۍ د ازبکستان په کوربتوب له شلو ډېرو هېوادونو په ګډون، چې د هېواد په استازولۍ پنځه ورزشکاران، یو هیئت او یو روزونکی پکې ګډون لري، د روانې میلادي میاشتې پر ۱۶مه پیل شوي وې، نن پای ته ورسېدې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۲۳:۵۸
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۲۳:۵۶
Background image

د بامیان مرکز کې د ځغاستې پسرلنۍ سيالۍ وشوې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اتلتيک ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پایله کې هاشم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۲۳:۵۴
Background image

پکتيکا کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د ياد ولايت په مرکز ولس تمريناتي کمپ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه د لاسه چپه کولو سيالۍ وشوې.

د. . .

BACK TO NEWS