کونړ؛ اسعدآباد ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو
د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اسعدآباد ښار په کرهالې سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو.
د يادو سياليو پيليزه لوبه کې اجمل تسل لوبډلې خپلې سيالې دمکلي لوبډلې ته د ۲-۱ گول په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا ۲۰ ورځې دوام وکړي.
