کونړ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې
د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د پهلواني فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ آزادې سيالۍ وشوې.
دا سیالۍ د مرسلين ورزشي کلب ورزشکارانو په مالي ملاتړ ترسره شوې، چې په پايله کې يې ۳۰ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
