ننګرهار؛ په مرکز جلال اباد کې د ۳۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک‌ وهنې ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۴:۱۸
ننګرهار؛ په مرکز جلال اباد کې د ۳۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک‌ وهنې ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سوک‌وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د جلال‌اباد ښار لومړۍ ناحیې د فوټبال په مرکزي لوبغالي کې د دغه ولایت په کچه د ۳۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک‌وهنې ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.

دغه سیالۍ د نويو ځوانان، ځوانانو او لویانو په عمري کټګوريو کې ترسره کېږي، چې په پايله کې به د ياد ولايت په کچه غوره ورزشکاران وټاکل شي.

هېره دې نه وي چې دغه سيالۍ به پنځه ورځې دوام وکړي او موخه يې د دغه ولايت منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکل ياد شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS