ایران د ورزش په برخه کې د مرستې ډاډ څرګند کړ

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۰ - ۱۰:۱۶
ایران د ورزش په برخه کې د مرستې ډاډ څرګند کړ

یکشنبه، ۱۹مرغومي، ۱۴۰۰ل

د ګاونډي هېواد ایران ورزشي مسؤلینو په ایران کې مېشتو افغان ورزشکارانو او په ټوله کې د افغان ورزش اړوند د مرستو او همکاریو ژمنه وکړه.

ایران ته د المپیک ملي کمېتې او بدني روزنې او ورزش ریاست سرپرست نظر محمد مطمئن د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ په یوه پلاوي کې سفر کړی دی، چې هلته له ځايي ورزشي مسؤلینو سره بېلابېل ملاقاتونه کړي دي.

ښاغلي مطمئن نن -یکشنبه - د ایران د ورزش او ځوانانو وزیر حمید سجادي، د هغه له مرستیال سید محمد پولادګر او د ایران د المپیک کمېټې له مشر کیکاوس سعیدي سره لیدلي دي.

د ایران ورزشي مسؤلینو په یاد هېواد کې مېشتو افغان ورزشکارانو ته بیمه منلې او هم يې په شخصي ډول د ایران په لیګونو کې د هغوی د ګډون ژمنه وکړه.

د دې تر څنګ دواړو لوریو ژمنه وکړه چې دودیزو لوبو ته به پراختیا ورکوي او ایراني لوري د افغان روزونکو په برخه کې د همکارۍ تاکید کړی دی.

همدارنګه د ایران د المپیک کمېټې مشر کیکاوس سعيدي د المپیکي لوبو په برخه کې د همکارۍ او د تجربو د شراکت یادونه او په افغانستان کې د روان ورزشي فعالیتونو ستاینه وکړه.

ښاغلي مطمئن په افغانستان کې د ورزشي جریان د څرګندولو تر څنګ د ایران له همکاریو مننه وکړه او هم ژمنه وشوه چې د پولې دواړو اړخونو ته پرتو ولایتونو کې به د ورزشي لوبو لپاره ګډه هڅه کېږي.

نوموړي همدارنګه د ایران له بهرنیو چارو وزارت ځانګړې مننه وکړه چې د دې ملاقاتونو لپاره يې زمینه برابره کړه.

یاده دې وي د ا.ا.‍ا له حاکمیت وروسته لومړی ځل تېره میاشت دوو ایراني ورزشکارانو په نیمروز کې د موتای نړۍوالو سیالیو کې برخه واخیسته، چې پر ماتې يې تمامه شوه.

د المپیک ملي کمټې او بدني روزنې او ورزش سرپرست نظرمحمد مطمئن د بهرنیو سفرونو په لړ کې تر دې وړاندې په قطر کې د المپیک نړۍوالې کمېټې، المپیک اسیايي کمېټې او د فیفا له نړۍوالو مسؤلینو سره هم ملاقاتونه کړي دي چې د افغان ورزشکارانو اړوند يې په نړۍواله ذهنیت سازۍ کې رغنده رول لوبولی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۴
Background image

د فوټسال ملي لوبډله په نړۍ‌وال ټورنمنټ کې د ګډون په موخه برازیل ته ولاړه

د فوټسال ملي لوبډله د فوټسال په شپږ اړخیز نړۍ‌وال ټورنمنټ کې د ګډون په موخه برازیل ته ولاړه.

دغه سیالۍ چې په دوه ګروپونو کې تر سره کېږي، پر افغانستان او برازیل سربېره د جاپان،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲
Background image

پکتیکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د درېیوو ولایتونو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې له پکتیکا، غزني او پکتیا ولایتونو د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۰
Background image

خوست؛ یعقوبیو صبریو ولسوالۍ کې د ۴۰ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ ترسره شوې

\د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یعقوبیو صبریو ولسوالۍ کې له څلورو کلبونو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې. . .

BACK TO NEWS