ایران د ورزش په برخه کې د مرستې ډاډ څرګند کړ

Anonymous (not verified)
Mon, Jan 10 2022 10:16 AM
ایران د ورزش په برخه کې د مرستې ډاډ څرګند کړ

یکشنبه، ۱۹مرغومي، ۱۴۰۰ل

د ګاونډي هېواد ایران ورزشي مسؤلینو په ایران کې مېشتو افغان ورزشکارانو او په ټوله کې د افغان ورزش اړوند د مرستو او همکاریو ژمنه وکړه.

ایران ته د المپیک ملي کمېتې او بدني روزنې او ورزش ریاست سرپرست نظر محمد مطمئن د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ په یوه پلاوي کې سفر کړی دی، چې هلته له ځايي ورزشي مسؤلینو سره بېلابېل ملاقاتونه کړي دي.

ښاغلي مطمئن نن -یکشنبه - د ایران د ورزش او ځوانانو وزیر حمید سجادي، د هغه له مرستیال سید محمد پولادګر او د ایران د المپیک کمېټې له مشر کیکاوس سعیدي سره لیدلي دي.

د ایران ورزشي مسؤلینو په یاد هېواد کې مېشتو افغان ورزشکارانو ته بیمه منلې او هم يې په شخصي ډول د ایران په لیګونو کې د هغوی د ګډون ژمنه وکړه.

د دې تر څنګ دواړو لوریو ژمنه وکړه چې دودیزو لوبو ته به پراختیا ورکوي او ایراني لوري د افغان روزونکو په برخه کې د همکارۍ تاکید کړی دی.

همدارنګه د ایران د المپیک کمېټې مشر کیکاوس سعيدي د المپیکي لوبو په برخه کې د همکارۍ او د تجربو د شراکت یادونه او په افغانستان کې د روان ورزشي فعالیتونو ستاینه وکړه.

ښاغلي مطمئن په افغانستان کې د ورزشي جریان د څرګندولو تر څنګ د ایران له همکاریو مننه وکړه او هم ژمنه وشوه چې د پولې دواړو اړخونو ته پرتو ولایتونو کې به د ورزشي لوبو لپاره ګډه هڅه کېږي.

نوموړي همدارنګه د ایران له بهرنیو چارو وزارت ځانګړې مننه وکړه چې د دې ملاقاتونو لپاره يې زمینه برابره کړه.

یاده دې وي د ا.ا.‍ا له حاکمیت وروسته لومړی ځل تېره میاشت دوو ایراني ورزشکارانو په نیمروز کې د موتای نړۍوالو سیالیو کې برخه واخیسته، چې پر ماتې يې تمامه شوه.

د المپیک ملي کمټې او بدني روزنې او ورزش سرپرست نظرمحمد مطمئن د بهرنیو سفرونو په لړ کې تر دې وړاندې په قطر کې د المپیک نړۍوالې کمېټې، المپیک اسیايي کمېټې او د فیفا له نړۍوالو مسؤلینو سره هم ملاقاتونه کړي دي چې د افغان ورزشکارانو اړوند يې په نړۍواله ذهنیت سازۍ کې رغنده رول لوبولی دی.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS