ورزش څه او ورزشکار څوک دی؟
ژباړه: محمد نعیم پرهیز
هر څوک چې ورزش کوي ورزشکار نه دی، ځکه زموږ په فرهنګ کې ورزشکار د احترام وړ دی. دا کلمه په داسې کس دلالت کوي چې چې ورزش يې کړي وي او يا يې کوي، له ورزش يې شرف زده کړی او شریف وي. ورزش مو سم لوري ته راکاږي، دغه راز ورزش مو د الله لوري ته بیايي او پر دې سربیره، د مډال ګټلو، او څوکۍ ګټل هم د ورزش ډول دی.
ورزشکا باید د ورزشي درجو له مخې درجه بندي نه شي، غوره ده چې د انساني درجو له مخې يې درجه بندي کړو، هغه چاته ورزشکار ویلی شو چې، رښتینولي، شرافت، صداقت، عزت نفس او نيک اخلاق ولري. د ورزشکار کلمه په دقیق ډول او د وخت په تېرېدو سره دوه اړخه لري چې شرافت او تقدس دي. د خلکو په ذهن کې د ورزشکار کلمه داسې عامه شوې چې د ورزشکار د نوم په اورېدو سره هغه ته په غیر ارادي ډول په احترام قایلېږي.
دا چې څنګه څوک واوري، پلانی ورزشکار دی، په ذهن کې يې ګرځي، چې نوموړی به ځوانمرد، شرافتمند، بښونکي او بې کبره سړی وي. خو د افسوس ځای دی، هغوی چې بدکاران هم دي او ورزش يې کړی ځان ته ورزشکار وايي او ځان ته دا غوره او پاک لقب کاروي، چې دا ترټولو بده ده.
د ورزش له مهمو شرطونو يو يې ازادي ده، مانا دا چې نوموړی باید د شهرت له بنده وتلی وي، هغه شهرت چې مسؤلیتونه ورترغاړې کوي. باید ازاد وي. د ورزشکار لار د عدالت له کوڅې تېرېږي، چې په دې کوڅه کې تر ټو لو لوی کار حق حقدار ته رسول دي. د ځوانمرد او نیک ورزشکار په دې کار سره ظلم ورک او عدالت پلی کېږي او په هغه چا ظلم کېږي چې عدل ته په سپکه ګوري.
همدلته د ورزشکار او عامو وګړو لارې سره بېلېږي. ورزشکاران له بند څخه د ازادي په لار تګ کوي، دا د انسانیت او بشر معیارونه دي چې د دې په پلي کولو سره ازادي خپلېږي، همدا د غوره صفاتو کار دی چې ورزشکار يې دېته وهڅاوه او په خلکو کې يې محبوبیت پیدا کړ. غوره ده بیا هم ووایو هر هغه څوک چې ورزش کوي ورزشکار نه دی، بلکې ورزشکار هغه څوک دی چې ځوانمرد وي او شرافت ولري، کنه نو هرڅوک ورزشکار نه شي کېدای. زور به لري مګر زورور نه دی.
زورور او ځواکمن ذات یوازې الله ج دی، همدا زور او ځواک چې څوک يې کاروي د هماغه الله ج له صفاتو څخه دی، انسان که زور ونه لري اسیر ګڼل کېږي، انسان چې بوډا شي، ولې له هرڅه لوېږي او ذهن يې کار پرېږدي، ځکه بوډا شوی.
ورزش باید ورزشکار داسې جوړ کړي چې د خلکو د فکر جوړولو پراخه وړتیا او صلاحیت ولري، خو که موږ هرڅه ولرو او په پورته مواردو ورزشکار و نه شو روزلی، دا خبره هېڅکله ونه کړئ چې ورزش لرو. که په کومه حرکي لوبه کې ورزشکار بد عمل وکړي ټول ترې اغېزمن کېږي، نو ویلی شو، چې بد عمل په ورزش کې نه ځايږي.
ورزشي ټولنه باید په دې پوه شي چې ورزشکار څوک دی؟ نه هغه څوک چې تنده قواره ولري، نه هغه څوک چې هېڅ ماتې نه مني، نه هغه څوک چې هرچاته کاږه ګوري، نه دا چې د خلکو سرونه پرې کوي او همدارنګه ډېر نور موارد.