غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د فوټسال سيالۍ د ش.هید یاری سه‌پایه لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۴۱
غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د فوټسال سيالۍ د ش.هید یاری سه‌پایه لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ د ياد ولايت په جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د ش.هید یاری سه‌پایه لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې شه.يد ياري سه پایه لوبډلې خپلې سیالې قلب لومان لوبډلې ته د ۱/۰ ګول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۵۰
Background image

خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۴۹
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د همدرد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د پاک افغان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS