کاپیسا؛ اله سای ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اله سای ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې خراسان منجکندي لوبډلې خپلې سیالې اتحاد انګورک لوبډلې ته د ۲/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د خلکو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې دوې میاشتې یې دوام وکړ.
