بغلان؛ برکه ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د برکه ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري په ياده ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې فلول باستان لوبډلې خپلې سیالې واليبال مرکز لوبډلې ته د ۳/۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول او د غوره استعدادونو موندل و، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.
