غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د کلي په کلي په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې سبزچوپ لوبډلې خپلې سيالې پيشتازان باريک لوبډلې ته د ۱/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د واليبال لوبو ته وده ورکول، د غوره استعدادونو موندل او د جاغوري ولسوالۍ د کلیو ترمنځ دوستانه فضا رامنځته کول و.
