هلمند؛ موسی کلا ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د ١٨ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د وصال لوبډلې په اتلولی پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې وصال لوبډلې د اوو ویکټو په توپیر خپلې سیالې علیزي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د اختر په مناسبت ترسره شوې، چې ١٢ ورځې یې دوام وکړ.
