دایکندي؛ خدیر ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د خدیر ولسوالۍ په وطمه سیمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې خوبان لوبډلې خپلې سیالې اتحاد سیوک لوبډلې ته د ۶/۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د ورش فرهنګ دودول او استعدادونو ته وده ورکول و، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.
