پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې تالېب جان لوبډلې د ٢ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې جنکو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
