لغمان؛ مرکز مهترلام ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د حاجي جاوېد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې حاجي جاوېد لوبډلې د ۳ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې پریاني وحدت لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت ترسره شوې، چې څلور ورځې یې دوام وکړ.
