هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ اختریزې سیالۍ پیل شوې، چې درې اوونۍ به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې اتحاد لوبډلې له خپل ٢٢٧ منډو هړف څخه دفاع وکړه او د ١٠٨ منډو په توپیر یې خپلې سیالې دېوالک اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
