پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري او د میرویس وزیرزي کټوازي په مالي ملاتړ د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې اختریزې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې یوسف خېلو لوبډلې د ۸۶ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی، اتفاق لوبډلې د ۸۴ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم او یوسف خېلو ب لوبډلې د ۷۸ نمرو په ترلاسه کولو سره بیا درېیم مقام خپل کړ.
