ننگرهار؛ سيف الله آباد لوبډلې د گوشتې ولسوالۍ د ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ سياليو اتلولي وگټله

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳ - ۱۴:۶
ننگرهار؛ سيف الله آباد لوبډلې د گوشتې ولسوالۍ د ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ د دې ولایت په گوشتې ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د گوشتې ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ (GPL) سيالۍ، چې شاوخوا ۴۰ ورځې مخکې پيل شوې وې د سیف الله آباد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د خيربندي اتلانو او سيف الله آباد لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه سیف الله آباد لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۴۳ منډو هدف کېښود، په ځواب کې خيربندي اتلانو لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۳۱ منډې وکړې او لوبه يې د ۱۲ منډو په توپير وبايلله.

د يادو سياليو پای کې د مسؤلينو له لوري اتلې لوبډلې ته يو عراده موټرسایکل او دويم مقام گټونکې لوبډلې ته کپ ورکړل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳ - ۱۴:۶
Background image

ننگرهار؛ سيف الله آباد لوبډلې د گوشتې ولسوالۍ د ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ د دې ولایت په گوشتې ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د گوشتې ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ (GPL) سيالۍ، چې شاوخوا ۴۰ ورځې مخکې پيل شوې وې د سیف. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳ - ۱۱:۶
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري او د میرویس وزیرزي کټوازي په مالي ملاتړ د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې اختریزې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲ - ۸:۴۵
Background image

زابل؛ ارغنداب ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزې سیالۍ پیل شوې، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

BACK TO NEWS