د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۰:۲۱
د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د ورزش د ودې او پراختیا لپاره په ۱۴۰۴ کال کې د پام وړ ورزشي فعالیتونه ترسره کړي دي.

د دې ولایت خلک له ورزش سره زیاته مینه لري، چې تل یې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د بدني روزنې او ورزش امریت او بېلابېلو فدراسیونونو په همکارۍ او لارښوونه د مختلفو مناسبتونو په پار ورزشي برنامې ترسره کړې دي او د خلکو لپاره یې د غوره تفرېح زمینه مساعده کړې ده.

په ټوله کې په یاد ولایت کې اوس مهال د مختلفو څانګو ۲۹ فدراسیونونه فعالیت لري او تېر کال دغه شمېره ۲۸ فدراسیونونه وو، چې سږ کال پکې د قایق راني فدراسیون استازولي هم جوړه شوې ده. د دې ترڅنګ ۳۸ کلبونه فعالیت لري او ۱۰۵۰۰ ورزشکاران په ورزش بوخت دي، چې د تېر کال په پرتله په دغه شمېره کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د مختلفو فدراسیونونو د استازولیو له لوري په مرکز او ولسوالیو کې د سلواغې تر ۱۳مې نېټې پورې ۱۲۵ لویې او وړې ورزشي برنامې ترسره کړې دي، چې ۳۵ یې په مرکز او ۹۰ یې په ولسوالیو کې ترسره شوې دي.

د دغه ولایت ورزشي امریت د ورزونکو او لوبڅارانو د ظرفیت لوړنې په موخه د پهلوانۍ، کې وان کیک بوسنګ، دعوت او ارشاد، بوکسنګ،ووشو، تکواندو او قوت الرمي فدراسیونونو په برخه کې ۷۳۳ کسانو ته د ظرفیت لوړونې سیمینارونه ورکړل شوي دي.

په ټوله کې په دغه ولایت کې لویې او وړې ورزشي برنامې جوړې شوې دي، چې له جملې یې د سید اباد ولسوالۍ په تنګي دره کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزې سیالۍ وې، چې د غویي میاشتې په ۳مه د حمیدالله استاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې، همداراز په چک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ شپنۍ سیالۍ وې، چې د غبرګولي په ۲۵ مه د بند چک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې، ورپسې په مرکز میدان ښار کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وې، چې د زمري په ۱۱مه د میدان اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې او د پایلوبې په مراسمو کې د المپیک بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق هم ګډون کړی و. د زمري میاشتې په ۲۴مه بیا هم په مرکز میدان ښار کې د درېو ولایتونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د طبما سیالۍ وشوې او د کابل په اتلولۍ پای ته ورسېدې، دغه شان په دغه ولایت کې د په مختلفو برخو کې لویې او وړې ورزشي برنامې جوړې شوې او زرګونه نندارچیانو ورڅخه لیدنه کړې ده.

له دغه ولایت څخه په ۱۴۰۴ کال کې په ملي او ټاکنیزو سیالو کې ۹۸ ورزشکارانو ګډون کړی دی او ۲۷ ورزشکاران ملي لوبډلو ته ټاکل شوي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۵۸
Background image

کابل کې د فوټبال ٢٠ روزونکو ته درېیمه درجه روزنيز کورس پای ته ورسېده

د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون په مرسته او د فوټبال آسیایي کنفدراسیون (AFC) له لوري د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ٢٠ روزونکو ته د فوټبال درېیمه درجه (لایسنس C) روزنیز کورس پای ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۰:۲۱
Background image

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د ورزش د ودې او پراختیا لپاره په ۱۴۰۴ کال کې د پام وړ ورزشي فعالیتونه ترسره کړي دي.

د دې ولایت خلک له ورزش سره زیاته مینه لري، چې تل یې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۹:۵۰
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS