هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ اختریزې سیالۍ د ودان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې ودان لوبډلې د اوو ویکټو په توپیر خپلې سیالې آزاد لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د کوچني اختر د لمانځلو په موخه ترسره شوې، چې لس ورځې یې دوام وکړ.
