ننگرهار؛ چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د چپرهار ولسوالۍ په سپين جومات سيمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عبدالرحمن لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د عبدالرحمن او آمرخېل لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه آمرخېل لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۷۳ منډو هدف کېښود، په ځواب کې عبدالرحمن لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په لسم اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د شپږو ویکټو په توپیر وگټله.
د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو شاوخوا يوه مياشت دوام وکړ.
