د هېواد د ITF تکواندو ۲۸ ورزشکارانو د لومړي دان څخه تر اتم دان پورې د کمربندونو نړيوال سندونه ترلاسه کړل
د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د ITF تکواندو ملي فدراسیون د رئیس شعیب رحماني له لوري د هېواد د ITF تکواندو ۲۸ ورزشکارانو ته د لومړي دان څخه تر اتم دان پورې د تکواندو نړيوال فدراسيون د کمربندونو سندونه ورکړل شول.
د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال ښاغلي ځدراڼ د يادو لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ وویل: په تيرو کلونو کې د ورزش په بېلا بېلو رشتو کې د فني او مسلکي کدرونو کمښت و، مګر په وروستيو کلونو کې د ورزش ادارې د رهبري او د ورشي مسؤلينو په هڅو زيات کدرونه پيداشوي او افغان ورزشکارانو په خپلې خوارۍ او زړورتيا سره په نړيوالو لوبو کې سيالۍ ترسره کړې او هېواد ته يې وياړونه راوړل.
همدارنګه نوموړي تاکيد وکړ، د ورزش ادارې رهبري به د ورزشکارانو له ملاتړ څخه هيڅکله درېغ ونه کړي.
